امنیت

په نیمروز کې شپږ تنه د غلا په تور ونیول شول

نیمروز  باختر د لیندۍ ۲۵
د نیمروز پولیسو پرون شپږ تنه د غلا په تور ونیول.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر ویاند ولي احمد صریح د باختر آژانس خبریال ته وویل چې دغه غله د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ له جنایی جرمونو سره د مبارزې مدیریت د پولیسو له خوا د زرنج ښار د ده نو په کلي کې ونیول شول .
صریح وویل: دغو غلو په خپلو لومړنیو تحقیقاتوکې اعتراف کړی دی چې تر اوسه پورې یې د زرنج ښار له بېلابېلو ساحو څخه څو موټر او موټر سایکلونه غلا کړي دي.
پایسعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته