امنیت

په ميدان وردګو کې د سل جريبه ځمکې د خروبولو زمينه برابره شوه

کابل / دورې٨مه / باختر
د ميدان وردګو په دايميرداد ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د يو کانال په جوړولو سره په دې ولسوالۍ کې سل جريبه ځمکې ته اوبه برابرې شوې.
د ميدان وردګو د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست سرپرست انجينرسعدالدين باختر اژانس ته وويل: د اوبو لګولو دغه کانال د١٨٠ مترو په اوږدوالي د دايميرداد ولسوالۍ د سدو خيلو په کلي کې د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د يوولسو ميليونو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى.
هغه وويل: دغه کانال به څه ناڅه سل جريبه ځمکه خروبه کړي او د اوبو د ضايع کېدو مخه نيسي.
پاى\ ج \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته