ټولنه

په بغلان کې درې پروژې کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٠
د ملي پيوستون درې پروژې پرون په بغلان ولايت کې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژوکې د دوو ټولنيزو مرکزونو او د اوبو د مخزن جوړول شامل دي چې د بغلان ولايت د جلګي او خوست په ولسواليوکې بشپړې شوې دي.
دبغلان ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رياست ټولنيز مسوول امين الله واحدي دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پروژې د ملي پيوستون د پروګرام په چوکاټ کې د دريو مليونو افغانيو په ټول لګښت سره ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي.
ويل کيږي ددغو پروژو په بشپړيدو سره په دغو ولسواليوکې د څه د پاسه پنځه سوه کورنيوستونزې لرې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته