کابل/ د مرغومي ٢٤مه/ باختر
له هغو دوه زره ٣٠٠ کورنيو سره چې دکورنيو جګړو په پايله کې دتخار په مرکز تالقانو کې ميشت شوې دي؛ ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې.
د تخار د والي وياند جواد هجري دباختر آژانس خبريال ته وويل چې ددغه ولايت د مهاجرينو او راستنيدونکو رياست د همکارو موسسو په مرسته پر هغو ٢٣٠٠ کورنيو چې د جګړو په پايله کې د تخار او هغه د ګاونډيو ولايتونو له ولسواليو څخه بېځايه او د تخار په مرکز تالقانوکې ځاى پرځاى شوې دي؛ يوه اندازه اوړه، وريجې، غوړي او د سون توکي ووېشل.
پاى ذ
1 د یوې دقیقې څخه لږ