خبرونهسیاستاقتصادTOPټولنه

د هرات والي: یو متر دولتي ځمکه هم غاصبینو ته نه پرېږدو

کابل، د سلواغې ۱۰مه، باختر
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د دغه ولایت د بېلابېلو ادارو له رئیسانو سره د یوې ناستې پرمهال، د غاصبینو پر وړاندې د جدي مبارزې په اړه خبرې وکړې.
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار وویل چې د غاصبینو پر وړاندې د حکومت کار پرېکنده دی او یو متر دولتي ځمکه هم د غاصبینو په لاس کې نه پرېږدو.
نوموړي ټینګار وکړ چې که غاصبین د ولسوالانو او نورو چارواکو له امر سره مخالفت کوي، باید ولایت ته معرفي شي.
په همدې حال کې د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رييس وویل چې د دولتي ځمکو د بېرته راګرځولو او مخنيوي کمېسيون له لارې؛ ۲۵۹ زره ۳۶۴ جریبه عامه ځمکه، ۱۲۴ زره ۵۲۵ جریبه املاکي ځمکه تثبیت شوې او دغه راز ۱۰۶ زره ۷۳۴ جریبه ځمکه د هيئت تر څېړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته