امنیت

دداعش جګپوړى پوځي قوماندان په اوکراين کې ونيول شو .

کيف  /دلړم ٢٥مه / باختر :ګ
داوکراين امنيتي ځواکونودجمعې په ورځ اعلام وکړچې دداعش دډلې يو جګپوړي پوځي قوماندان باره شيشاني يې نيولى دى .
امريکا  دغه سړى دداعش ددفاع دوزير دمرستيال په توګه پېژني .
باختراژانس داوکرايني رسنيوله خولې خبرراکړ ، دغه سړى دداعش دجګپوړي پوځي اومشهور قوماندان په عمر چيچيني مشهور دابو عمر شيشاني مرستيال دى ،  چې په   ٢٠١٦ کال کې ووژل شو .
باره شيشاني  دګرجستان تبعه  او اصلي نوم يې سزار توخوساشويلي  دى . دعمر شيشاني  له وژل کېدو وروسته  په جعلي پاسپورت سره  لومړى ترکيې ته تللى و ، او وروسته  اوکراين ته  راغلى و .
هغه  له اوکراين څخه  په بېلابېلو سيمو کې دداعش دپوځي عملياتو مشري کوله ، داوکراين امنيتي ځواکونودجزيياتو له وړاندې کولو پرته اعلام وکړ چې دغه سړى  په کيف کې خپله استوګنځي ته څېرمه  ونيول شو .
دغه عمليات دګرجستان دامنيتي ځواکونو او دامريکا دمرکزي اطلاعاتودادارې  سي اى اى  په ګډون  ترسره شوى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته