امنیت

پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
   په بلخ ولايت کې نن د يوې چاودنې  له امله  پنځه تنه ملکي وګړي  ټپيان شول
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى  شيرجان دراني باختر اژانس ته وويل چې دخلکو دښمنانو چاوديدونکې توکې په يو  بايسکل کې ځاى پرځاى کړي وو او هغه يې ددغه ولايت مستوفيت  ته څيرمه  وچول چې له امله يې  پنځه تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
  خبرځاى وويل ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي او ددغې پيښې  دسيمي دوکانونو او درول شويو وسايطو ته هم زيان اړولي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته