ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه
دجمهوررييس دسلاکاراود ولسې جرګې په پنځلسمه دوره کې د پکتیکاولایت دخلکوداستازې خالد فاروقي دمړینې له امله دمشرانو جرګې د خواخوږی او تسلیت پیغام؛
  د ملي شورا دمشرانو جرګې رئیس،اداری هیئت،غړواو د يادې جرګې دارالانشا په ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ چې د جمهوررييس سلاکار، د ولسې جرګې په پنځلسمه دوره کې د پکتیکاولایت دخلکواستازې،قومي مخوراو جهادي شخصیت خالد فاروقي د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه،وفات شوى دى.
انالله و انا اليه راجعون
د ملي شورا مشرانو جرګه د ده مړينه يوه ضايعه بولي، او د لوی خداى(ج) له دربار څخه ارواښاد ته فردوس جنت،دکورنۍغړو، دوستانو اود پکتیکا ولایت مجاهد اومتدین ولس ته د جميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته