سیاست

د مالیې وزارت او سترې محکمې تر منځ د (ERP) سیستم د جوړولو او پلي کولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٣١ مه
د مالیې وزارت او د سترې محکمې ترمنځ نن د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي او د سترې محکمې د رئیس قانون پوه ښاغلي سید یوسف حلیم، په شتون کې د (ERP) سیستم د جوړولو او پلي کولو په موخه د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ  کې د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه سیستم چې د مالیې وزارت د اسان خدمت ادارې له خوا به په ستره محکمه کې جوړ او پلی شي له مخې به یې د سترې محکمې د الکترونیکي اسنادو مدیریت، بشري او مالي سرچینې، تدارکات، د شتمنیو شتون، پلټنه او د پروژو مدیریت په سیستماتیک او منسجم ډول فعالیت وکړي.
مالیې وزیر وویل: دغه هوکړه لیک د الکټرونیکي حکومتولۍ په لور د اصلاحاتو پلي کولو، روڼتیا او حساب ورکولو په برخو کې یو اغېزمن ګام دی، چې له مخې به یې په ستره محکمه کې د (ERP) سیستم جوړ او پلی شي.
نوموړي زیاته کړه: دغه سیستم به له سترې محکمې سره مرسته وکړي چې د اغېزمنو پرېکړو لپاره باوري او کره معلومات په لاس کې ولري.
د سترې محکمې رئیس له دغه سیستم څخه د ملاتړ او ستاینې تر څنګ وویل چې په پلي کېدو سره به یې د سترې محکمې په چارو کې اصلاحات او روڼتیا را منځته شي.
د مطبوعاتي کنفرانس په پای کې د همکارۍ یاد هوکړه لیک د مالیې وزارت د اسان خدمت رئیس ښاغلي شهزاد اریوبي او د قضایه قوې اداري چارو عمومي ریاست سرپرست محمد صدیق ژوبل له لوري لاسلیک شو.
د مالیې وزارت غواړي په هیواد کې د الکټرونیکي حکومتولۍ د پلي کېدو په موخه د هیواد په ټولو دولتي ادارو کې (ERP) سیستم جوړ او پلی کړي چې نن یې پیل له سترې محکمې څخه وشو.
د یادونې وړ ده چې د اسان خدمت اداره له تېر یو کال راهیسې د مالیې وزارت په چوکاټ کې رامنځته شوې  ده، چې تر دې مهاله یې د بېلابېلو دولتي ادارو پېچلي خدمتونه لکه، د بهرنیو وګړو د وېزې تمدید او د پاسپورټ سیستم، د بهرنیو او کورنیو وګړو د کار د جواز سیستم او د کار بازار معلوماتي سیستم اسانه کړي دي او په دې برخه کې یې د دولتي ادارو یو شمېر کارکوونکې هم روزلي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته