خبرونهامنیت

په ۵ ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۷ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۶مه، باختر

کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۷ تنه نیول شوي دي.

دغه وزارت ویلي چې د جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو په هلمند، خوست، ارزګان، هرات او غور کې ۱۷ تنه د غلا، وژنې او ناسمه ګټه اخیستنو په تړاو نیولي دي.

یاد وزارت زیاته کړې چې له دې ډلې اووه د غلا په تور هرات، شپږ تنه د غلا په تور فراه، یو تن د وژنې په تړاو په خوست، یو غلا په تور روزګان، یو تن د مجاهد د نوم کارولو په تړاو په هرات او یو غل په غور کې نیول شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته