ټولنه

په پکتيکا کې د شهيدانو له کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٥ مه
په پکتيکا کې د هغو شهيدانو له کورنيو سره نغدي مرسته وشوه چې د واده د خوشحالۍ ورځې يې په غم بدلې شوې وې.
په دغه ولايت کې له هغې کورنۍ سره مرسته وشوه چې په ۱۳۹۳ يېم کال کې يې د واده په مراسمو کې ماين چاوديدلی و او له امله يې د همدې کورنۍ يولس تنه غړي شهيدان شوي وو.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت د مرستې د ورکړې پر مهال وويل د دولت د هغو امتيازونو له مخې چې د شهيدانو او ټپيانو لپاره ټاکل شوي دي،نن مو يوې کورنۍ ته د يولسو لکو افغانيو په خوا شا کې د دوی حقونه ورکړل.
وحدت زياته کړه:دا په دې معنا نه ده چې په دې سره د دوی حقونه پوره کيږي،بلکې دا په دې معنا ده چې دوی د هېواد اصيل بچيان و او د دولت له ياده نه دي وتلي.
دی وايي ولایتي اداره له دوی سره ځانونه په غم کې شريک بولي.
د شهيدانو او ټپيانو د کورنيو غړو د پکتيکا له والي محمد الياس وحدت څخه مننه وکړه چې ځان د دوی په غم کې شريک ګڼي او مرستې ورسره کوي.#
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته