کابل باختر د تلي اتلسمه :
څلور تنه له لسګونو کيلوګرامو نيشه يي توکوسره په ننګرهار ولايت کې ونيول شول .
دغو کسانو په جلا جلا ډول غوښتل په لسګونو کيلوګرامه چرس ، اپين او هيروئين دجلال اباد _ تورخم دلويې لارې له تګلوري څخه دمارګو بازار ته وليږوي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورينو دغه څلور تنه پرون دجلا جلا عملياتو په بهير کې ونيول .
ده وويل نيول شويو کسانو په لسګونه کيلوګرامه چرس ، اپين او هيروئين ليږدول .
ختم_ ج _ اکرم