سیاست

اعلاميه

کابل  باختر د وږي شلمه :
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو له امله د ملي دفاع وزارت اعلامیه
مسلمانو او هېواد پالو خویندو ورونو !
تاسو او د نړۍ ټول مسلمان امت ته د نیکمرغه لوی اختر د را رسېدو له امله مبارکي وايو او د لوي څښتن تعالی«ج»له دربار څخه مو هېله ده چې د اختر دا نېکمرغه ورځې په خوښۍ او خوشحالۍ سره تېرې کړۍ.
سوله پالواو مسلمانو هېوادوالو !
ستاسو میړنې او غیرتې زامن  د هېواد  د خپلواکۍ ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت د د ساتنې په تودو مورچلو کې د هیواد او سولې د دښمنانو په وړاندي په سر ښندنې سره جنګېږي.

ترهګرو او د پردیو مزدورانو په تیر کال کی د خپلو بادارنو په لا رښوونه،  په  خپل ټول وس له  شیطانې  وسیلو او چالونو څخه په کار اخیستنې سره کوښښ وکړ چې زمونږ د خلکو په وړاندې بېشمېره جنایتونه تر سره کړي، زمونږ په سلګونه هېوادوال يې د ښځو ،ماشومانو ، سپېن ږېرو، دینی عالمانو،روحانیونو او قومی مشرانو په ګډون شهېدان کړل، په لسګونو پلونه او سړکونه یې ړنګ او په سلګونو ښوونځې، مدرسې او نوری عام المنفعه ودانۍ  يې وسوزولي او د هېواد د پرمختګ او آبادۍ مخه يې ونیوله .

د پردیو په لمسون او دستور يې د افغانستان د خلکو عادی ژوند  ته ډير زیات تاوانونه واړول او هېوادوال يې د اقتصادي ، فرهنګي او مذهبي بیشمیره کړاونو سره مخامخ کړل او د اسلام تر نامه لاندی يې دنیابتي جګړې اور بل وساته.

دا په داسی حال کې ده  چې د افغانستان د دینی عالمانو ټولنې ، د نړۍ معتبرو اسلامي ټولنو، اود هغی جملي څخه د مکې مکرمی  لوی مفتی د طا لبانو  ټول کړه وړه د اسلام د سپېڅلې دین د احکامو خلاف ګڼلې او هغه یې غندلي دي.

تاسو ګورۍ چه تروریستان په ښارونو ، ولسوالیو او دولتی ځایونو ورانونکې بریدونه کوي، د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په وړاندي د مقابلي وس نلری او   بیرته د ډیرو تلفاتو په زغملو سره د سېمو څخه تښتي.
په ورستیوکي د ارزګان ، کندز ،پکتیا،ننګرهار ،هلمند او نورو لایتونو کې د  دوي پرله پسې ماتي د دي ښکاروندوی دي چی زمونږ د سرتیرو په وړاندی د مقاومت وس نلری او یوازي په لویو لارو او عامه سړکونو کې ماینونه ږدې، په ملکې خلکو  او ګڼې ګوڼي کې ځان وژنې کوي او بمونه الوزوي، او په دغه سړي وژني سره  خپل کرغیړن ځانونه او کړه وړه ښيي.
د ملی دفاع وزارت تاسو درنو او مسلمانو هیواد والوته ډاډ درکوی چې د ملی اردو اتل او سر ښندونکې سرتیرې د لوی خدای«ج»  په  مرسته او ستاسو په ملا تړ دتیر په شان به هر یرغلګر او جنایتکار ته غاښ ماتونکي ځواب ورکړي او سوله آرامی به دې جنګ ځپلې هیواد ته راولي .
يو ځل بیا خپلو  درنو هیوادوالو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکې وایو او ژمنه کوو چي د خپل دودیز رسالت په  پر ځای کولو کې به د هېڅ ډول هڅې او هاند څخه مخ وانه ړو.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته