امنیت

دوه طالبان په نيمروز کې ونيول شول

کابل/ د سلواغې٢٨مه/ باختر
دوه وسله وال طالبان نن په نيمروزکې ونيول شول.
د نيمروز د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر مسوول ميوند مجاهد باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملياتوکې  ونيول شول.
مجاهد زياته کړه: له نيول شويو کسانو څخه دوه کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات ترلاسه شوي دي.
مجاهد وويل: نيول شوي کسان په لومړنيو تحقيقاتوکې پر خپل جرم اعتراف کړى دى.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته