امنیت

په بدخشان کې شپږو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله .

کابل باختر دچنګاښ  اته ويشتمه :
دبدخشان ولايت په  شهدا ولسوالۍ دوسله والو طالبانو  دبريد له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دمطبوعاتي دفترمسوول احمد زاهد  عمري دباختراژانس خبريال ته وويل چې طالبانو پرون له غرمې وروسته دشهدا ولسوالى  بريد وکړ چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
ده زياته کړه چې  دغې نښتې دتيرماښام تراوو بجو پورې دوام وکړ او طالبانو دوردوج او ارغنجخوا دولسواليو له استقامت څخه په شهدا ولسوالۍ بريدونه وکړل  چې دامنيتي ځواکونو ، ملي پوليسو  ، ملي اردو اودسيمه ئيزو پوليسو او دوګړني پاڅون دځواکونو دمقاومت له امله طالبان ددغې ولسوالۍ شاوخوا غرونو ته وتښتيدل  .
ده وويل چې په دې نښته کې درې تنه سيمه ئيز پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته