ښوونه او روزنه

دلغمان په ولايت کې دوه ښوونځي جوړ شول .

کابل باختر د وږي  لسمه :
په لغمان ولايت کې ددووښوونځيو دجوړولوکار بشپړ او نن يې په فعاليت پيل کړ .
دلغمان دوالي وياند  سرحدي ځواک دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه ښوونځي  دسويډن هيواد په مالي مرسته په مرکز او علينګار ولسوالۍ کې جوړ شوي دي .
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، اوس په لغمان ولايت کې نږدې درې سوه ښوونځي فعال دي چې دوه سوه اووه څلويښت زره زده کوونکي پکې شامل دي چې څلور اتيا زره يې نجونې دي چې په زده کړې بوختې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته