کابل باختر دوري دمياشتې ١٧ نيټه :
د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي په کندز د بريد هدف د وسله والو ډار اچوونکو قرارګاه وه .
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي دي.
د يوشمېر رسنيوله خوا د کندز د وضعيت په هکله ضداو نقيض خبرونه خپاره شوي دي چې د ملي دفاع وزارت د هغه په هکله خپل نظر داسې وړاندې کوي.
١_ يو نوى راپورتاژ چې خپور شوى دى په هغه کې مولوى ممتاز له تورې لونګۍ سره خبرې کوي ، دى په خپله ژبه وايي چې د طالبانو قوماندان دى او دغه ساحه په طالبانو پورې مربوطه بولي.
٢_ طالبانو ٧ تنه خبريالان په خپله خوښه سيمې ته بيولي اوخلک يې هلته د کمرو په وړاندې په لاس وهنو صحنو سره درولي ترڅو غير معمولي خبرې ووايي.
٣_ په سيمه کې د واقعي رپوټ برابرول داسې و چې خبريالانو د آزادۍ عمل نه درلود او د طالبانو په انتخاب سره يې خپلې برنامې جوړولې.
٤_ هغه مدرسه چې ادعا کېږي بريد پرې شوى ولئ ونښودل شوه؟ او په کندز کې زياتې مدرسې دي چې د دولت او پوځي ځواکونو د احترام وړ دي او موږ په مدرسو په قطعي توګه بريد نه دى کړى او نه يې کوو او په راتلوونکي کې هم مقدسو ځايونوته تکريم کوو.
٥_ هغه ځاى چې بريد پرې شوى دى د دستاربندۍ سيمه نه وه بلکې د طالبانو د سرې قطعې سيمه وه چې د طالبانوله خوا يې ساتنه کيده .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي په خپرو شويو رپوټونو د نور مطالبو ادعا شوې چې پکې د ملکي وګړو د سرزيان دى .
دافغانستان اسلامي جمهوريت او د ملي دفاع وزارت د حقيقت موندنې
يو هيئت ټاکلى تر څو ډير ژر په کندز کې د دغې رامنځته شوې پيښې په هکله مسلکي او تخصصي تحقيقات تر سره کړي. پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل