امنیت

يو تروريستي ډله په هلمند کې ونيول شوه .

-کابل باختر  دثور  ديرشمه :
يوه درې کسيزه ډله تروريستان چې په هلمند ولايت کې يې ددولتي چارواکو ،  قومي مشرانو او دعالمانو دترورنيت درلود دملي امنيت دمنسوبينو له خوا ونيول شوه .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : دغه ډله تروريستان چې دوسله والو طالبانو دډلې ديوه قوماندان ملا نعمت په لارښوونه يې غوښتل دهلمند ولايت په نادعلي  ولسوالۍ کې دولتي چارواکي ، دقومونو مشران او عالمان  ترور کړي له يو ې بې غږې  تومانچې ، لسو لاسي بمونو او دډول ډول سپکو وسلو له يوې اندازې  ګوليو سره دملي امنيت دمنسوبينو له خوا لاس په لاس ونيول شول .
ددغو تروريستانو په نيونې سره  دملي امنيت منسوبينو دخپلو هېوادوالو دترور مخه ونيوله او خلکو ته ډاډ ورکوي چې ددوى دسوکالۍ په خاطربه له هيڅ راز هڅو څخه  ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته