امنیت

سيمه اييز پوليسان دظرفيت دلوړولو له کورس څخه فارغ شول

 کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٣ :
د شينواري او سياګرد امنيه قوماندانيو د سيمه ييزو پوليسو شپاړلسو تنو سرتيرو نن سهار د ظرفيت دلوړولو له يوې روزنيزې دورې  وروسته  د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړيکو دفتر باخترآژانس
ته خبر ورکړ :
د ظرفيت د لوړولو دغه روزنيزکورس مخکې دپروان ولايت په امنيه قوماندانۍ
کې  جوړ شوى و .
دغه  روزنيزکورس د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ  دتعليمي پوليسو د ټولي له خوا چې موخه يې  دمسلکي  زده کړې دکچې لوړول  اوسرتيرو ته  دهېواد د اساسي قانون په باب  پوهاوى ورکول ،  د پوليسو قانون ، د پوليسو مهارتونه ، د جزا قانون ، له اداري فساد سره مبارزه ، بدني  پلټنې ،     د کورونو پلټنې ، دمظنونيو او تورنو کسانونيول ،  له ماينونوسره بلدتيا ،  د  ځورونې منع کول ، د ښځو او ماشومانو پرخلاف تاوتريخوالى ، د اتو اوونيو لپاره  پيل شوي  و چې  دتصديق ليکونو په ويشلو سره په  برياليتوب سره پاى   ته ورسيد.
  هغه موضوعګانې چې په دې  روزنيز کورس کې تدريس کيدې  د پوليسو په ورځنيواجرااتو کې  ډيرې ګټورې دي  چې  تراوسه  پورې د پروان ولايت  دامنيې قوماندانۍ دسيمه ييزو پوليسو او جزوتامونو ٤٣٤ تنوساتنمنان او سرتيرو  له دغو کورسونو څخه ګټه  اخيستې ده   ا و دغه شان کورسونه  د پروان ولايت دامنيې قوماندانۍ  په نورو قطعاتو او جزوتامونو کې  په دوراني شکل دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته