کابل/ غبرګولي ۲۸ مه/ باختر
دهيواد د عامې روغتيا سرپرست اونوماند وزير ډاکتر احمد جواد عثماني نن واحد اکسيجن توليدي شرکت وکوت او د هغه چارې يې له نږدې وارزولې.
ډاکتر عثماني په هيواد کې د اکسيجن د توليد لږوالي يوه ستونزه وبلله او زياته يې کړه :موږ هڅه کوو چې د اکسيجن توليدي فابريکې ژر تر ژره فعالې کړو چې په ټوله کې له دغو شته ستونزو څخه خلاص شو.
ډاکتر عثماني وويل: واحد اکسيجن شرکت له څو کالونو راپه دې خوا د برېښنا او مالي ستونزو له امله غير فعال و.اوس ياد شرکت د خلکو په غوښتنه او دعامې روغتيا وزارت په همکارۍ فعاليتونه پيل کړل.
د عامې روغتيا نوماند وزير وايي: عامې روغتيا وزارت له ياد شرکت سره قرارداد لاس ليک کړى دی چې د اړتيا وړ اکسيجن به عامې روغتيا وزارت ته ورکوي.
دغه شرکت په څلرويشتو ساعتونو کې دولس سوه بالونه اکسيحن توليدوي.