ښوونه او روزنه

په هرات کې ٣٢ ښوونځي زده کوونکي نلري

کابل/ باختر/ د چنګاښ ۱۱ مه
د هرات د پوهنې رياست مسوولينو په دغه ولایت کې د ٣٢ ښوونځيو د تړلتيا خبر ورکوي.
د هرات د پوهنې رياست د عمومي تعليماتو مرستيال عزيزالرحمن سروري نن د باختر آژانس له خبريال سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل: په هرات کې١١٥٠ښوونځي شتون لري چې له دې جملې څخه ٣٢ ښوونځي د وچکالۍ او له خپلو سيمو څخه د خلکو د مهاجرت په دليل تړلي دي، خو د نورو ښوونځيو لوست دوام لري.
سروري وويل چې په شينډنډ، زنده جان، کشک رباط سنګي، ګلران او کشک کهنه ولسواليو کې ٣٢ ښوونځي تړلي دي.
د هرات د پوهنې رياست د عمومي تعليماتو مرستيال زياته کړه چې په روان کال کې  څه دپاسه ٩٠ زره زده کوونکي په دولتي  ښوونځيو کې جذب شوي دي.
هرات نږدې ٤ ميليونه وګړي لري چې له دې جملې څخه ٩٣٥ زره زده  کوونکي په دولتي ښوونځيو کې په  زده کړې بوخت دي او له دې جملې څخه ٥٢ سلنه هلکان او نور يې نجونې دي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته