امنیت

د يوې کورنۍ ١٤ تنه غړي د ماين د چاودنې له امله ووژل شول

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٣١
د يوې کورنۍ څوارلس تنه غړي په بغلان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې د دغو ملکي وګړو د سپرلۍ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوى ماين وخوت.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: د دغه کورنۍ غړي د واده په مراسموکې دګډون په مقصد روان وو .
د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون يوه مسوول ډاکتر خليل نرمګوى د باختر آژانس خبريال ته وويل: له دغې پيښې څخه ١٤ مړي او دوه تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي دي .
ده وويل: په قربانيانوکې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي.
په همدې حال کې د بغلان امنيتي مسوولين وسله وال طالبان د دغه ماين ښخونې مسوول بولي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته