ښوونه او روزنه

د شبرغان ځوانانو د کتاب لوستلو د رواجولو لپاره لاريون وکړ

کابل / باختر/ د وږي٩ مه
په شبرغان ښارکې د لنکن د زده کړييز مرکز لسګونو ځوانو نجونو او هلکانو د خلکو ترمنځ د مطالعې د فرهنګ د ترویج لپاره په لاس کې د کتاب په اخيستلو سره لاريون وکړ.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: دغو ځوانانو د دوو کيلومترو په اوږدوالي د واټن په وهلو سره په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ د رواجولو لپاره تمثيلي ټوټې هم د اندخوى بندر په چوک کې په عام محضر کې اجرا کړې او د شبرغان د اوسيدونکو د هرکلي وړ وګرځيدې.
د لنکن زده کړييز مرکز يوې مسوولې ملالۍ مبارز وويل چې د دغه پروګرام له  جوړولو څخه د دوى موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ رواجول دي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته