ټولنه

په کاپیسا کې یو سړک جوړېږي

کابل / د چنګاښ ۲۰ / باختر
په کاپیسا کې د دانش واټ- پل مغان سړک جوړېږي.
دغه سړک څه نا څه ۲۰ کیلومتره اوږداوالی او ۶ متره سورلري.
د دغه سړک لومړۍ برخه مخکې له دې جوړاو پوخ شوی دی او اوس دویمه برخه یې مخ په خلاصېدوده.
د فواید عامې وزارت د خبرپاڼې په خپرولوسره ویلي دي چې حکومت د دغه سړک د دویمې برخې په جوړولوکې ۳۶ میلیونه افغانۍ لګولي دي.
په دې لاره کې څو پلونه او پلګوټي او ویالې په پام کې نیول شوي دي.
د دغه سړک په ګټې اخیستنې سره په کاپیسا کې د کرکیلي په سمون کې به مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته