سیاست

د اداري اصلاحاتو د کميټې غونډه د جمهور رئيس د فوق العاده استازي په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٢٩ :
د اداري اصلاحاتو د کميټې غونډه د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رئيس د فوق العاده استازي احمدضيا مسعود په مشرۍ جوړه شوه.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي: په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو د کميټې د کړنو د معرفي کولو د کنفرانس د جوړولو په باب خبرې وشوې.
په دې غونډه کې د ملکي خدمتونو د ادارې لوى رئيس مسعود توخي دکنفرانس د جوړولو په اړوند خپل پيشنهادونه وړاندې کړل او ويې ويل: بايد د کنفرانس  د جوړولو په اړوند دقت وشي او ټول غوره کسان او ماهران پکې ګډون ولري.
ده زياته کړه چې بايد د کنفرانس فضا د خبرو او د پاليسو د پراختيا لپاره پرانستې وي چې د اصلاحاتو په مقصد انتقادونه او وړانديزونه واخيستل شي.
دغه راز ده زياته کړه چې په کنفرانس کې بايد د حکومتوالۍ د کړنو، د ادارو د ديجيتلي مسئلو او  د اصلاحاتو د رامنځته کولو او د فساد د له منځه وړلو  لپاره د ښو لارو چارو د وړاندې کولو په باب تمرکز وشي چې خلک د دولت په کړنو او برياليتوبونو خبر شي .
په دې غونډه کې وړانديز وشو چې د اداري اصلاحاتو د کميټې د کړنو د معرفي کولو په کنفرانس کې دې د خصوصي برخې، مدني ټولنې او د دولت د نورو برخو استازي هم برخه واخلي، ځکه د خصوصي برخې له شتون پرته، دولتي ادارې په  يوازيتوب سره  نه شي  کولاى د ښې  حکومتوالـــــۍ  په  برخه کې اغيزمنې وي.
د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې دجمهور رئيس فوق  العاده استازي احمدضيامسعود وويل: د ښې حکومتوالۍ اصل د سمو او له فسادڅخه  د خلاصو خدمتونو پربنسټ ټولو خلکو ته تکيه لري، نو د اداري اصلاحاتو د کميټې ټولې هلې ځلې دې بايد هېوادوالو ته په  چکټيا سره او په ښه توګه د خدمتونو د وړاندې کولو په باب وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته