نړۍ

دشنو ګوند دافغان پناه غوښتوونکو ايستلو په باب دبياکتنې غوښتنه وکړه

برلين دويچه ويله  باختر د سلواغې دمياشتې  ٣٠ :
دآلمان دايالتونو په  کچه دشنو ګوند ديو ليک په ترڅ کې  ددغه  هېواد دبهرنيو چارو له وزير زيګمار ګابريل څخه غوښتنه کړې ده چې  له دغه هېواد څخه دافغان پناه غوښتوونکو ايستلو ته په پاملرنې سره   دافغانستان امنيتي حالت په باب بيا کتنه وکړي .
دبادن ور تمبرګ دايالت اعلى وزير  وينرفريدکرچمن  دجمعې په ورځ  له لسو ايالتونو څخه  دخپل ګوندي ملګرو په نامه يو ليک چې دهغو په حکومت کې شريک دى  دزيګمارک ګبريل په نامه وليږه .
ده دغه ليک  دآلمان دخبري آژانس په واک کې ورکړى دى.
دبادن ور تمبرک ايالت  داعلى وزير په دغه ليک کې  دافغانستان  خرابو  حالاتو ته اشاره کړې ده  ده ليکلي دي چې دشنو ګوند پوهيږي هغه پناه غوښتوونکي چې په المان کې  دپناه غوښتنې مستحق نه دي نه شي کولاى  په آلمان کې پاتې شي .
ده  له ځنډ پرته په دې ليک کې ټينګار کړى دى البته موږ ځان مسوول بولو 
دغه پناه غوښتوونکي بايد يوازې دمساعدو امنيتي شرايطو  او حالت دښه والي په صورت کې خپل هېواد ته بيرته وليږل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته