کابل –باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٢
د جوزجان ولايت د خم آب ولسوالۍ يو شمېر اوسيدونکي وايي چې د دغې ولسوالۍ امنيتي حالت په دې وروستيو وختوکې ګډوډ شوى دى او د سقوط له خطر سره مخامخ ده.
دغه ولسوالۍ د جوزجان ولايت د مرکز شبرغان ښار د مشال په ١٨٠کيلومترى واټن کې موقعيت لري او د ترکمنستان په ګاونډکې ده .
د جوزجان ولايت امنيتي مقامات د دغه خبر په تاييدولو سره وايي: د وسله والو طالبانو د پراخ شتون له امله د امنيتي ځواکونو په سنګرونو بريدونه د دې سبب شوي دي چې امنيتي ځواکونه له دغې ولسوالۍ څخه ووځي.
د خم آب ولسوالۍ يوه امنيتي خبرځاى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو شتون د هرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي، خو ادعا کوي چې دوى په خم آب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات ترسره کړي دي او د امنيت له پلوه ډاډمن دي .
په داسې حال کې چې د آقچې ، منګجک، مرديانو، فيض آباد، قوش تيپې او د درزآب ولسوالۍ له څه مودې راپه دې خوا د پراخو نا امنيو ډګر دى او زياتره اوسيدونکي يې هم په دې وروستيو وختو کې په دغو ولسواليوکې د نا امنۍ له امله سر ټکوي.
د خم آب ولسوالۍ يو اوسيدونکى سهيم وايي چې په دغې ولسوالۍ کې د طالبانو شتون زيات شوى دى او خلک د ويرې او ډار له امله خپل کار او کسب ته نه شي تلاى.
ده زياته کړه: آن امنيتي ځواکونه د ښارکې تګ راتګ نه شي کولاى. که چيرې ګزمه وکړي؛ د وسله والو طالبانو له خوا پرې بريدکيږي.
په همدې حال کې د جوزجان ولايت امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني وويل چې په دې وروستيو وختوکې وسله والو طالبانو په خپلو دولتي ضد فعاليتونو سره د خم آب ولسوالۍ امنيت په نسبي ډول ګډوډ کړى دى. خو تراوسه پورې په دغې ولسوالۍ کې څو چاڼيز عمليات ترسره شوي دي او امنيتي حالت مخ په ښه والي دى.
2 1 دقیقه لوستل