کابل/ د کب ۲۶ مه/ باختر
بلومنټ ادارې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د شهيدانو او معلولينو امريت په هڅو د نږدې يو ميليون افغانيو په لګښت ۴۱ کورنيو سره د خوراکي او کاروباري توکو مرسته وکړه.
د ننګرهار د والي مرستیاله حبیبه کاکړ وايي چې په دغه مرسته کې اوړه، وریجې، غوړي، صابون، چای، بوره، مالګه، نخود، دال، لوبیا، شامپو او نور توکي شامل دي چې پر ۴۱ کورنیو ووېشل شول.
هغې زياته کړه چې څلور کورنيو ته د چای جوړولو، سولرونو او کريډيټ کارتونو پلورولو په موخه وسايل ورکړل شول.
پای/وصال
1 د یوې دقیقې څخه لږ