کابل باختر دسلواغۍ شپږمه :
دسي بي آر دنتيجو لپاره دظرفيت دلوړولو دپروګرام درهبرۍ دکميټې ٢١ غونډه جوړه شوه .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ: په دې غونډه کې چې دکرنې او اوبو لګولو کار او ټولنيزو چارو ، کانونو او پتروليم او دعدليې وزيرانو ، دچارو دادارې دلوى رياست استازي ، دملکي خدمتونو لوى رييس او دسي بي ار د نتيجو لپاره دظرفيت لوړولو دپروګرام رييس هم برخه لرله .
دعدليې وزارت داصلاحاتي پلان دمنظورۍ او د مخابراتو اومعلوماتي تکنالوژۍ وزارت او اصلاحاتي لومړيتوبونوکې دتعديلاتو په اړوند هراړخيزې خبرې وشوې .
دعدليې او دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزيرانو ددغه پروګرام دتطبيق او دخپلو فعاليتونو ، ستونزو او وړانديزونو په اړوند معلومات وړاندې کړل .
دماليې وزير ددغه پروګرام له لارې داستخدام په بهير کې په شفافيت او جديت ټينګار وکړ او ويې ويل: دوزارتونو اصلاحي پلانونه دې بايد ډير ژر تطبيق شي . چې دشفافيت دبهير په پام کې نيولو سره متخصص اومجرب اشخاص استخدام شي .
1 1 دقیقه لوستل