کابل باختر دسلواغي شپږمه
دبدخشان ولايت په مربوطاتوکې پرون د پوليسو د سرتيروپه کاروان د وسله والو طالبانو د بريد له امله يو پوځي ووژل شو او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه پيښه دبدخشان ولايت ديمګان ولسوالۍ د روشنګان په نامه سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې دپوليسو سرتيري په ګزمې بوخت وو.
دبدخشان ولايت ديمګان ولسوال نور محمد باخترآژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو په دې بريدکې يو پوليس شهيد اودوه تنه نور يې ټپيان شول .
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې وسله وال طالبان له دغه بريد وروسته د موټر او موټرسايکل په سپرلۍ وتښتيدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ