نړۍ

روسيه: په افغانستان کې بهرنيو ځواکونو د نشه يي توکو پرخلاف اغيزمنه مبارزه و نه کړه

مسکو ايرنا  باختر دچنګاښ دمياشتې ٩  :
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوې وينا په خپرولو سره په افغانستان کې  د امريکا په مشرۍ دبهرنيو ځواکونو په کړنو نيوکې وکړې او اعلام يې وکړ چې په افغانستان کې  ميشتو بهرنيو ځواکونو په دغه هېوادکې دنشه يي توکو دتوليد اوقاچاقو پرخلاف اغيزمنه مبارزه نه ده کړې.
باخترآ ژانس  د ايرنا د خبري آژانس له خولې خبر راکړ: د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په وينا کې  دملګروملتو دسازمان  په امنيت شورا کې  د افغانستان د مسئلې طرحه کولو ته په اشارې سره  ويل شوي دي : 
په افغانستان کې دنشه يي توکو دتوليداوقاچاقو مسئله نړيوال امنيت او ثبات ګواښوي ، دپاملرنې په مرکزکې ده .
په دې ويناکې ويل شوي دي چې ددغې مسئلې په باب دخبرو په نتيجه کې، د لومړي ځل لپاره د امنيت شورا رييس په افغانستان کې دنشه يي توکو دموضوع په اړوند يوه وينا خپره کړه چې په هغې کې په دغه هېواد کې  دنشه يي توکو دحالت له امله انديښنه څرګنده شوې ده.
د روسيې دبهرنيو چارو وزارت  ددغې وينا په دوام ليکلي دي:  دامنيت شورا وينا په افغانستان کې له بهرنيو ځواکونو څخه وغوښتل چې  دنشه يي توکو له قاچاقو سره دمبارزې په لاره کې دې  دکابل داقداماتو ملاتړ وکړي .
دغه راز په دې وينا کې  دامنيت شورا په غونډه کې  دملګرو ملتو په سازمان کې د روسيې ددايمي استازي  ويتالي چورکين  څرګندونو ته په اشارې سره ويل شوي دي چې په افغانستان کې ميشت بهرني ځواکونه دنشه يي توکو له توليد اوقاچاقو سره اغيزمنه مبارزه  نه کوي . په افغانستان کې دنشه يي توکو حالت  دهرې ورځې په تيريدو سره خرابيږي او دغه هېواد په نړۍ کې دنشه يي توکو دتوليد او کرکيلې په مرکز بدل شوى دى .
روسيې دغه راز  له نشه  يي توکوسره دمبارزې لپاره د دوه اړخيزو ، سيمه ييزو او نړيوالو  همکاريو  دپياوړتيا اوپه دې برخه کې د نړۍ دهېوادونو دګډو هڅو په اړتيا باندې ټينګار کړى دى.
د روسي رسنيو دخبرله مخې:  په روسيه کې دنشه يي توکومسئلې په وروستيو دوو لسيزو کې  زيات ارزښت پيدا کړى دى او په دغه هېواد کې نږدې  پنځه مليونه تنه نشه يي توکي کاروي .
روسي مقاماتو په وار وار دغه مسئله  دخپل  هېواد  د امنيت لپاره يو ګواښ بللى دى او له دغه ملي  ګواښ سره  دمقابلې په اړتيا باندې يې ټينګار کړى دى.
د روسيې دنشه يي توکو له قاچاقو سره  دمبارزې  دفدرال سازمان رييس ويکتور ايوانف، له افغانستان څخه دنشه يي توکو دقاچاقو مسئله چې د روسيې دنشه يي توکو اصلي سرچينه ورڅخه تامينږي؛ ډيره مهمه وبلله او ويې ويل چې په افغانستان کې دبهرنيو او مريکايي ځواکونو دشتون په لس  کلنه دوره کې  په دغه هېواد کې دنشه يي توکو توليد څلويښت برابره  زيات شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته