امنیت

دوه تنه ماشومان په کونړکې دپاکستاني پوځيانو ديوه توغندي دلګيدو له امله ووژل شول

اسعداباد باختر دزمري دمياشتې ٣١نيټه : پاکستاني پوځيانو تيره شپه څو توغندي د کونړولايت په سرکاڼو ولسوالۍ وتوغول چې يوه توغندي د دوه تنو نجونو ماشومانو ژوند واخيست . دباخترآژانس دخبرله مخې ؛ پاکستاني پوځيانو دډيورند له کرښې اخوا څخه د کونړولايت په سرکاڼو ولسوالۍ په څو سيمو توغندي وتوغول چې يو توغندي ددغې ولسوالۍ دشونکر په سيمه کې د استوګنې په يوه کورولګيد چې له امله يې دوه تنه کوچنۍ نجونې شهيدانې او د دغې کورنۍ يو بل غړى ټپي شو. پاکستاني پوځيان کله ناکله دهېواد په ختيځو سيمو د توغنديو بريدونه کوي چې د يوه کال په بهيرکې دهېواد په ختيځ د ډيورند کرښې ته څيرمه سيمو کې د درندو وسلو څه ناڅه پنځه زره ګولۍ لګيدلي دي . دغه بريدونه ددغوسيمو ديو زيات شميرکسانو دشهادت سبب شوي اوپه سلګونو کورنۍ يې د خپلو کورونو پريښودو ته اړې کړي دي. پاکستاني مقاماتو په وار وار د افغانستان په خاوري د توغنديو بريدونه رد کړي دي خو د دغه هېواد پوځيانو ويلي دي چې دوى د ډيورند له کر‌ښې دې خوا په وسله والو ډاراچوونکو بريدونه کوي. پاۍ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته