سیاستTOP

په قطر کې د افغان سفیر عبدالحکیم دلیلي پر مړینې د ملي مصالحې عالي شورا د رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د خواشینۍ پيغام

۲۲- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت سفیر عبدالحکیم دلیلي د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې دي.
انا لله وانا الیه راجعون
ارواښاد دلیلي، یو هېوادپاله او باظرفیته شخصیت و چې د سیمې او نړۍ پر مناسباتو ښه خبر و. هغه له قطر او عربي نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په رغولو او پراخولو کې د پام وړ رول درلود.
د سولې مذاکراتو په بهیر کې او د مذاکراتو له پیل وروسته، د سولې د خبرو اترو پرمخ بېولو او تسهیل کولو کې د سفیر دلیلي ونډه خورا غښتلې او پياوړې وه.
له شک پرته چې د سفیر دلیلي ناڅاپي مړینه د افغانستان ډیپلوماتیکې دستګاه او سیاسي ټولنې ته ستره ضایعه ده.
زه د پاک رب له درباره ارواښاد ته د فردوس جنت هیله کوم. کورنۍ، دوستانو او د افغانستان د ډیپلوماتیکي دستګاه غړو ته تسلیت وایم او ورسره په دې غم کې ځان شریک بولم.
پای/ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته