امنیت

په فارياب کې د بل پوځي عمليات پيل

کابل باختر د چنګاښ دويمه :
په فارياب ولايت کې نن بل پوځي عمليات پيل شول.
دغه عمليات د جمهوري رياست د لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ په ګرزيوان ولسوالۍ کې پيل شوي دي .
په فارياب ولايت کې د ملي اردو يوه قوماندان دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات د طالبانو له شتون څخه د ګرزيوان ولسوالۍ د پاکولو په خاطر ترسره شوي دي. په دغو عملياتوکې د اردو او د پوليسو په سلګونو تنه پوځيان ګډون لري .
جنرال دوستم له څه ناڅه دوو مياشتو را پديخوا زياتره په جوزجان او فارياب ولايت کې و او د تروريزم  پرخلاف يې د جګړې مشري په غاړه لرله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته