امنیت

په پکتيا کې طالبانو دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٣
وسله والو طالبانو تيره شپه په پکتيا ولايت دوه تنه ملکي وګړي په ډزو سره ووژل.
دغه دوه تنه  ځوانان دوه  ورځې مخکې د زرمت ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو د ډلو له خوا تښتول شوي وو .
په پکتيا ولايت کې دافغاني سرې مياشتې د ادارې مسوول بهادرخان منګل باختر آژانس ته وويل ،  چې دهغوي کارکوونکو دسيمې دمشرانو په همکاري وکولاى شول  ددغو دووتنو ملکي وګړو مړي د زرمت ولسوالۍ له يو نا امنې سيمې څخه دګرديز ښار ته  وليږدوي.
ددغو ځوانانو کورنۍ وايي چې زامنو يې دوه کاله مخکې يوځلې له موټرونو سره ديوې مړۍ   ډوډې دترلاسه کولو لپاره د ناټو دپوځيانو جامې  يې ليږدولې وې .
په دې حال کې دپکتيا ولايت دپوليسو مسوول  جنرال زلمي اورياخيل ددغو  دوو ملکي وګړو د ترور مسوول وسله وال طالبان وبلل او ويې ويل چې هغوى له دولت سره  هيچ اړيکې نه درلودې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته