امنیت

په قندهار کې داتو تنو طالبانو وژل کيدل

دقندهار ښار باختردچنګاښ دمياشتې٢٥نيټه : اته تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول. په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه په ميوند ولسوالۍ کې هغه وخت دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوي چې په يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو. دهېواد په جنوب کې دملي اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل ؛ په دې نښته کې٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول. ده وويل کله چې وسله وال طالبان په ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو دپوځيانو له خواپرې بريد وشو. ويل کېږي په دې جګړه کې پوځيانو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى. ديوبل خبرله مخې ، دقندهار ولايت پوځيانو ديولړ چاودنو مخه ونيوله . دخبرونوله مخې؛ امنيتي مامورانو نن سهار شپږ ماينونه دقندهار له ګڼ ميشتو لارو څخه کشف اوشنډکړل . ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته