کابل باختر دسلواغې دمياشتې ٢٢ :
د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو او غوڅ ملاتړ په تروریستي ضد ګډ عملیات کې د داعش یومشهور قوماندان ووژل شو.
دغه عملیات چې د روان کال د سلواغې په ۱۳ترسره شول، ارزونې ښیي چې وژل شوی شخص د داعش برجسته قوماندان قاري منیب دی. د جمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ : قاري منیب د ننګرهار اچین ولسوالۍ او د هېواد مختلفو سيمو کې زموږ د خلکو پرخلاف د پراخو جنایتونو تر څنګ د دهمزنګ تروریستي پېښې او کابل ښار کې په باقرالعلوم جومات او په کابل کې د یو خصوصي شرکت په نیپالي کارکوونکو د تروریستي بریدونو اصلي سازمان کوونکی دی.
دا عملیات د هغو اقداماتو سلسله ده چې د جمهور رئیس په دستور او د ملي امنیت شورا په پرېکړه د غوڅ ملاتړ ځواکونو سره په ګډه د تروریستي ډلو د قوماندانانو د تشخیص، تعقیب او پر هغوی د برید په موخه ترسره شوي
جمهوررئیس غني د قاري منیب له هلاکت څخه له خبرېدو وروسته وویل: ” هغوی چې زموږ د ملت پر ضد په جنایت لاس پورې کوي، د عدالت له منګولو څخه نشي تښتېدلی، یا په عادلانه محکمه او یا به هم د هېواد د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو په بریدونو کې د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.”
3 1 دقیقه لوستل