کابل باختر د وري دمياشتې ١٥ :
د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې پرون د امنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې دداعش دډلې نهه تنه غړي ووژل شول.
د ٢٠١ سيلاب قول اردومطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکر :
د داعش په تروريستي ډلې پورې اړوند نهه تنه داعشيان د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونوپه چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول او ددغې ډلې دوه تنه نورغړي د فضل جانان په نامه يو پاکستانى او د اچين ولسوالۍ د تريلي کلي اوسيدونکى عبدالقيوم نيول شوي دي.
دغه راز دغو ځواکونو وکولاى شول له چاودنې څخه مخکې د وسايطو ضد څلور ماينونه د ننګرهار، کونړ اوکاپيساد ولايتونوپه مربوطاتوکې کشف اوشنډکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ