ټولنه

راتلونکۍ اوونۍ په ننګرهار کې ۱۵ زره بې وزلو کورنیو ته د ډوډۍ ویش پیلېږي

جلال آباد / د غویي ۱۲ مه / باختر

ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ په ننګرهار کې ۱۵ زره بې وزلو کورنیو ته د ډوډۍ وېشلو لړۍ پیل شي.

له جلال آباد څخه د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ماهر احسان زی د  ننګرهار والي د د فتر د معلوماتو له مخې خبر راکوي چې د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل وایي،د دغه ولایت د مرکز په ۹ ناحیو کې یې د ۱۵ زره بې وزلو کورنیو لپاره د پخې ډوډۍ د ویش تدابیر پیل کړي او په راتلونکې اوونۍ کې به یې د شاوخوا ۷۱۳ نانوایانو په مرسته په رڼه توګه د ویش لړۍ پیل کړي . میاخېل زیاتوي چې د ده تر مشرۍ لاندې د جلال آباد ښاروالۍ،عامې روغتیا او حج اواوقافو مسؤلینو په ګډون یوه کمیټه جوړه شوې،چې د پخې ډوډۍ د وېش لپاره د اوړو کاروباریانو او نانوایانو سره خبرې وکړی . په ورته وخت کې جلال اباد ښاروال روح الامین حسن وایي،د ننګرهار والي په مشرۍ د کمیټې غړو او اوړو کاروباریانو سره تر ناستې وروسته یې د اوړو کاروباریانو ته دنده ورکړه،چې نانوایانو ته د اوړو ورکړې او رسولو په موخه دوی ته مناسبت قیمت ورکړي،چې له هغې وروسته په دې برخه کې وروستی تصمیم ونیسي . د سرچینې په خبره تر دا مهاله په ننګرهار کې شاوخوا اتیا زره ناچاره او بې وزلو کورنیو سره د کرونا فنډ صندوق،حکومت،خیریه بنسټونو،شتمنو او نورو له لورې مرسته ترسره شوې ده .سادات

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته