امنیت

په تخارکې د ماين د چاودنې له امله يو تن شهيد شو

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٢٥ :
د تخار ولايت په خواجه ولسوالۍ کې د ښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله  تېره شپه يو ملکي وګړى شهيد او يو تن بل ټپي شو.
د تخار ولايت د خواجه غار ولسوال  ملامحمدعمر عمر باختر آژانس ته وويل: د دغه ولايت دخواجه غار ولسوالۍ د امنيه قوماندان رحمت الله رحيمي ورور نقيب الله په يوه ونه کې د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله شهيد او يو تن بل ټپي شو.
د ده د څرګندونوله مخې ؛ دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې نقيب الله د خواجه غار ولسوالۍ د روز بچه په سيمه کې  د ونو په غوڅولو بوخت و چې دځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې قرباني شو.
عمر زياته کړه: تر اوسه پورې د ماين د ځاى پرځاى کوونکى هويت نه دى مشخص شوى؛ خو د پوليسو له خوا څيړنې دوام لري او زيات امکان شته چې په  دې پيښه کې طالبان لاس ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته