کابل باختر د لړم څوارلسمه :
دهيواد په لويديځه حوزه کې دساتنې او څارنې دشلو پروژو کار پيل شو .
دهريرود دسند دحوزې يوه مسوول باختراژانس ته وويل چې دغه پروژې دڅلور شپيتو مليونو افغانيو په لګښت دهرات ، غور ، بادغيس ، او دفراه په ولايتونو کې چې سربندونو ، دهايدرولوژى استيشنونو او اداري دفترونو دودانيو بيا رغاونه شامل دي عملي کېږي .
دغه پروژې داوبو لګولو او بريښنا وزارت دعادي بودجې په لګښت جوړيږي او ددغو پروژو موخه داوبو لګولو او بريښنا وزارت دټولګټو تاسيساتو ساتنه او څارنه ده .
ختم_ سعيده _ اکرم
10 د یوې دقیقې څخه لږ