کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
دهرات دښاري محکمې له خوا يوتن په تروريستي ډلو کې دغړيتوب په تور په دوه کاله بند محکوم شو .
تورن دهرات دښاري ابتداييه محکمې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو دديوان په علني قضايي غونډه کې چې دقضاوتمل غلام رسول منصور په مشرۍ جوړه شوه په مجزاتومحکوم شو .
دغه سړي څه موده مخکې په تروريستي ډلو کې دغړيتوب په تور دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او په لومړنيو تحقيقاتو کې يې په خپل جرم اعتراف کړى و چې دهرات دښاري محکمې دکورني اوبهرني امنيت پرخلاف دجرمونو د ديوان په علني غونډه کې په دوه کاله تنفيذي بند محکوم شو .
په دې غونډه کې له دښمن سره دمرستې دقضيې ديوتن بل تورن دوسيه هم وڅيړل شوه او متهم په يوکال او يوه مياشت په بند محکوم شو .
په پاى کې دغو تورنو ته تفهيم شوه چې په قانوني موده کې داستيناف غوښتنې حق يې محفوظ دى .
0 1 دقیقه لوستل