امنیت

پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابلباختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دامنيتي ځواکونو دګډو تصفيوي عملياتو په بهير کې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ونيول شول .

دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په تيرو٢٤ ساعتو کې دکابل ،لغمان، قندهار،خوست اود زابل د ولايتونو په مربوطاتو کې دپوليسو دځواکونودګډو تصفيوي عملياتو په بهير کې پنځه تنه ياغي طالبان ووژل شول او نهه تنه نور يې ونيول شول.

دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې له ديارلسو شارژورو نو سره پنځه ميله ډول ډول وسله ، ددرندو وسلو ١٩٨ګولۍ ، دسپکو وسلو درې سوه ګو لۍ ، دوه ايکم مخابرې ،يوولس ماينو نه ، درې لاسي بمو نه ،پنځه ويشت کيلو ګرامه چاوديدونکى تو کي او يوه اندازه نور پوځي تجهيزات او وسايل په عملياتو کې دشا ملو ځوا کو نو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته