جلال آباد باخترلړم د مياشتې ١٠ نيټه :
د هېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې په يوه جامع جومات کې د چاودنې لپاره د ډار اچوونکو طرحه ناکامه شوه .
د ملي امنيت مامورانو پرون د ننګرهار ولايت د مرکز جلال آباد ښار د دريمې ناحيې په يوه جامع جومات کې يو بم کشف او شنډ کړ.
ده وويل: ډار اچوونکو غوښتل ددغه بم په ځاى پرځاى کولو سره پرلمونځ کوونکو بريد وکړي.
ويل کيږي چې د دغه ناکام بريد په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ