ښوونه او روزنه

د هلمند پوهنتون د جوړولو لپاره د ځمکې مسئله نهايي شوه

کابل_باختر د سلواغې د مياشتې١٩مه
د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کي د هغه ولایت د پوهنتون د نوي ودانۍ لپاره د مځکي ستونزه د اړوندو وزارتونو ترمنځ د اجرائیه رئیس په حضور کي د یوې کاري ناستي پرمهال حل سوه.
د اجراييه رياست د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
د هلمند پوهنتون ټولټال ۷۵ جریبه مځکه لري چي یوه برخه یې دا مهال غصب سوې او د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د ټاکل سوي‌ مځکي ځیني برخي یې د نورو دولتي‌ادارو لخوا استفاده کيږي.
د لوړو زدکړو وزارت مرستیال وویل،‌ چي‌ د پوهنتون د نوي ودانۍ جوړولو لپاره په پلان سوې مځکه کي د کرهڼي، کار او ټولنیزو چارو او اوبو او انرژۍ وزارتونو تاسیسات موجود دي او د هغوی له خوا ترې ګټه پورته کيږي.
نوموړي زیاته کړه چي د لوړو زدکړو وزارت له نورو اداراتو سره پروټوکول لاسلیک کړی چي پر اساس یې ملکیتونه د پوهنتون ودانۍ جوړولو لپاره ورکول سوي ولي،‌ د اوبو او انرژۍ وزارت سره لا هم په دې برخه کي کوم سند نه دی امضا سوی.
په دې ناسته کي د هلمند پوهنتون رئیس وویل،‌ چي دوی د پوهنتون ودانۍ جوړولو لپاره لازم چمتووالی لري او هیله لري چي د اوبو او انرژۍ وزارت سره به د پروټوکول تر لاسلیک وروسته د رغوني عملي ګامونه پورته کړي.
د اوبو او انرژۍ وزیر وویل،‌ چي په هغه ساحه کي د دوی ګودامونه شتون لري او اماده دي چي دا ساحه تخلیه کړي، خو دوی لازم وخت ته اړتیا لري، څو دا چاره تکمیله سي.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوړو زدکړو او اوبو او انرژۍ وزارت مسؤلینو ته هدایت وکړئ،‌ چي د ملکیت د ورکړي په اړه دي پروټوکول لاسلیک او د ودانۍ جوړولو عملي کارونه پیل کړي.
نوموړي وویل، چي د لوړو زدکړو وزارت دي د ودانۍ جوړولو عملي کارونه پيل کړي او د اوبو او انرژۍ وزارت دي د دوو کلونو په اوږدو کي خپل تاسیسات له هغه ځایه ولېږدوی.
هلمند پوهنتون اته کاله وړاندي جوړ سوی،‌ چي دا مهال د ۴ پوهنځیو او لسو ډیپارټمنټونو په درلودلو سره پکښي ۲ زره محصلین لوړي زدکړي‌ کوي.#  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته