امنیت

دوه کسان په نیمروزکې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو په اړوند ونیول شول

کابل / د لیندی ۲ / باختر
د ملي امنیت منسوبینو نن دوه کسان په نیمروز کې د تروریستي فعالیتونو د ترسره کولوپه اړوند ونیول.
د نیمروز د ملي امنیت ریاست د مطبوعاتي دفتر مسوول میوند مجاهد باخترآژانس ته وویل چې دغه کسان د زرنج ښار په مرکزکې په کشفي عملیاتوکې ونیول شول.
مجاهد وویل چې له نیول شویوکسانوڅخه یوه تومانچه ترلاسه شوې ده.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته