کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دغزني ولايت دده يک په ولسوالۍ کې پرون نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
په غزني کې ميشت دملي اردو وياند حنيف رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال مخالفين ددغه ولايت دده يک ولسوالۍ د ده يک او پايلوچ په کليو کې دافغان پوځيانو دهوايي او ځمکني عملياتو په بهير کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په دغو عملياتو کې اووه تنه نور ډار اچوونکي ټپيان شول او ددښمن يو ډاتسون موټر او يو زيکو يو ويجاړ شو .
ده زياته کړه په دغو عملياتو کې دده يک ولسوالۍ څو کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شول .
ختم_ شکريه _ اکرم