امنیت

په ګرديزښارکې چاودنه وشوه

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٥ :
په ګرديزښارکې چاودنه وشوه، خوويل کيږي چې د سر زيان يې  نه دې اړولې.
دغه چاودنه نن له غرمې مخکې د يوولسو بجو په شاوخواکې دپکتياولايت دپوهنې رياست ته څېرمه په عمومي واټ کې هغه وخت وشوه چې دعامه نظم دپوليسو د سرتيرو د سپرلۍ کاروان له سيمې څخه تيريده.
دګرديز ښار يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې طالبانو په يو بايسکل کې دبم د په ځاى پرځاى کولوسره غوښتل دپوليسو په کاروان بريد وکړي.
دپوليسو ددغه مقام دڅرگندونوله مخې: په دې چاودنه کې  چاته زيان نه دې اوښتې.
په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوى دى چې دپوليسو د سرتيرو کاروان له قول اردو
څخه دګرديز ښار دعامه نظم دپوليسو دقوماندانۍ په لور روان و چې بريدپرې وشو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته