کابل/ باختر/ د زمري ۱۳ مه
يو سړى له لسګونو کيلوګرامو نشه يي توکو سره د ايبکو _ پلخمري په لويه لاره کې ونيول شو .
دغه سړى نن کله يې چې غوښتل شپيته کيلوګرامه اپين له سمنګانو څخه بغلان ته ولېږدوي د امنيتي ځواکونو له لورې ونيول شو .
د سمنګانو يوې امنيتي سرچينې باختراژانس ته وويل، چې نيول شوي سړي د نشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوه ګړندي موټر کې ځاى پرځاى کړي و.
نيول شوي سړي په لومړنيو څېړنو کې د هېواد په شمال کې د نشه يي توکو په څو موردو قاچاقو اعتراف کړى دى .
ختم_ ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ