کابل باختر دمرغومي اته ويشتمه
د هرات ولايت استيناف محکمې د عامه امنيت د ديوان له خوا يوتن د نشه يي توکو د قاچاقو په تور په مجازاتو محکوم شو .
دغه تن چې د امنيتي منسوبانو له خوا نيول شوى وو، د اړوندو مراجعو په واسطه د پړاونو له تېرولو، څېړنو او د هرات د ښاري محکمې د عامه امنيت د ديوان له حکم وروسته د هغه د دوسيې پاڼې د غور او د استنيافي پريکړې په مقصد دغه ديوان ته ورسيد چې له تدقيق وروسته تورن د اووه کاله تنفيذي بند په مجازاتو محکوم شو .
په دې غونډه کې د نشه يي توکو د قاچاقو او د وسلو د ساتنې دوسيې هم وڅېړلې شوې، چې تورن کسان له دوو کلونو څخه تر څلورو کلونو پورې په مجازاتو محکوم شول .
په پاى کې په ټاکلې موده کې د دوى د تميز غوښتنې حق هم محفوظ اعلام شو.
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل